شعر او شاعری
لیکوال:مفتاح الدین ساپی لیکوال:مفتاح الدین ساپی


    بېلابېلوکسانوته،شعربېلابېله مانالري.څوک یې دولولو(عاطفو) همتوله څرګندونه بولي چې دشاعر له لیدنې اوننګېرنې څخه راپنځيږي.څوک شعر اونثر دادب وبله(یودله بله) بشپړوونکي توکي شمېري،وایي:شعرګل اونثرګلپاڼوته ورته دی . دواړه ښکلي اوښایسته دي. که په شاعرانه توګه ورته وکتل شي،دواړه لکه دښکلونجونودښایسته ویښتانوبیلا بیل سینګاري ډولونه دي .دنثردپیغلې دویښتانوساده اوبې سینګاره جوړونه اوشعر دهغې دکوڅیوهنري اوبدانه ده .

دشعرکره توب اونازکتیا دشاعرپه لید توګې(دیدګاه) اوذهني وړتیاپورې اړه لري. څومره چې شعر داندوواند(فکراوخیال) دنازکتیاله پلوه بډایه اوپیغام له ټولې شکلاییزې پېچلتیاسره سره روښانه  اودپوهاوی وړوي،هومره ښکلی اوښایسته دی. ځینې وایي : شعرلکه دډیوې رڼا،تیاره روښانوي،دښیګڼواوبدګڼو،دنیکمرغیواوبدمرغیو،دخنداوواوژړاوولاملونه په ګوته کوي.

                دلوړوزده کړوپه تاریخ کې شعرد((ویښوونکي هنراوفلسفي منطق)) دیوې برخې په توګه پیژندل کیږي .شعرداندو-واند(فکراوخیال) ناښمری(بې ګټې) کارنه،بلکې یوروڼاندی هنردی . ادب پوهان وایي:شاعري دناڅرګندو،څرګندونه ده،اوشعرهغه ځلا ده چې پرتاریکیو ځلیږي اوناروښانه ،روښانوي .

شعردرښتیا په لیږدولوکې له کوموکارتوکوڅخه ګټه اخلي؟ ارسطودې تپوس ته داسې ځواب وایي: ((شاعردژوندانه حقیقت داستعارو،انځورونواوخیالونوپه کارولوسره څرګندوي،ځکه خلک په طبیعي توګه له خیالونواوانځورونوڅخه خونداخلي)).نوله دې کبله کوم انځورونه چې شاعرکاروي هسې خوشې اوتشمنځي توکي نه دي . ارسطوزیاتوي : څرنګه چې دوګړنیزوخیرښیګڼواوبدګڼوترمنځ دتوپیر کرښه روښانه ده،نوشعرهم دنده لري چې سپینوته سپین اوتوروته،تورووایي .

                  جبران خلیل وایي((دشعربنسټیزه موخه په رښتینه مانادحقیقت انځورول دي)).شعردیوالواک(نظریه) څرګندونه،نه ده بلکې دوینوبهیدونکوپرهرونوکرېږه(فریاد) اویادژړاندوژړاده. نوموړی،شعري الهام له پوهنیزوازمېښتونوسره پرتله کوی اوزیاتوي : شعرهغه پوهه ده چې زړه پالنه کوي،اوپوهه هغه شعر دی چې ذهن راویښوی.شعریوازې په زړه کې نه بلکې دانسان په ذهن کې هم غږیږي.

                ((هیدګر))دعلمي اوفلسفي اوشعري پلټنې اوڅیړنې ترمنځ توپیرته داسی اشاره کوي .دبیلګې په توګه:خندادعلمی ترمینالوجۍ له مخې،دزامنودعضلوله غونجېدوڅخه راپیداکیږي،خودفلسفي اوشعري منطق پربنسټ،خنداترفزیکي کارندویي(فعالیت) لوړه مانا لري اودیوچاخوښۍ اوخوشحالۍ احساس راجوتوي .لنډه داچې  شعري موندنه یوسپیڅلی الهام دی  اوهرهغه څوک چې دژوندانه له حقیقت اوڅرنګوالي سره مینه لري په اسانۍ پرې پوهېدای شي.

                 


                  جبران خلیل پوښتي :شاعرڅوک دی؟په ننۍ ټولنه کی دهغه نقش څه دی؟ دی پوښتنې ته چې رښتینی شاعرله نارښتینی څخه بیلوی،پخپله داسې ځواب وایي: نارښتینی شاعرپه ځانګړي ډول،هغه څوک دی چې دځاني ګټووټوپه لټه کې شعري وجدان پرشتمنوسوداګروپلوري . شعریې له رښتیاووتش اوخلکوته اخلاقي لارښوونه،نه کوي . هسې یوه بابیزه اوارتاویزه(یاوه ګویی) ویناده . سودپالنه

صداقت له منځه وړي اوهغه شعرچې دسودپالنې په ککړتیا،ککړوي نویواز صداقت اورښتینوالونه لری بلکې دشعر په توګه خپل ارزښت هم دلاسه ورکوي .رښتینی شاعروګړنیزژوندته په ژورلیدګوري اوژوندپه خپل بربنډحقیقت کې ویني .

هغه څه اوري چې نوریې نه اوري اوهغه څه ویني چې نوریې نه وینې. له بل پلوه دوګړوویښول خپله ژمنه اورسالت بولي داسې شاعرهغه پیغمبرته ورته دی چې دوکړدذهن تیاره ګوټونه دخپلې وینا په ډیووسره روښانوی.

                        ښه شعرتلپاینده عمرلري اودهیوادونوپه بریدونوکې نه ایساریږي. داراز شعرخپل شاعردخدایګوټي(رب النوع) ترپوړۍ لوړوي .

                     ژان پل سارتر وایي : رښتنینی شعر دخلکو غږ دی چې درښتیني شاعر له ستوني څخه راوځي . رښتینی شاعرله توپیروالی اوتوکمپالنې سره ناباندې(مخالف) دی ،دمذهبی اوسیاسی ایدالوجیوپولې نه پیژنی اوځان  دوګړنیزې کورنۍ غړی بولي.

                   جبران خلیل دژبې اوشاعرترمنځ تړاوداسې راپیژني : شاعردژبی دموراوپلارپه توګه  ،نه یوازې له ورکیدویې ژغوري بلکې هغې ته په خپل نوښت اوسره لانوره وده اوپراختیا هم ورکوي .نوموړی زیاتوي : شاعردژبني جوهردبډاینې لپاره له ننګېرنو(احساس) (ځکه شاعر هغه څوک دی چې سپیڅلی احساس لري)نووژبني بڼو اولیکنی کارندویي څخه ګټه اخلي .دزبې دپراختیااوپایښت بهیردشاعرله زړه،شونډواوګوتوله منځ څخه راپیلیوي.

 


                  دځینونوروپه اند،شعر دژوندانه موسیقی غږوي ،دموسکاووانځورنګ اویوداسې اسوېلی دی چې اوښکې وچوي . شعر هغه الهام دی چې په سپیڅلوارواووکې ژوندکوي .دشعراغیزدزړونوشومه (غذا)اودولولوشراب دي . که شعردارازبېلتیاوې ونه لري،بیانوخوشې بې مانااوبې توښې څیزدی.

شاعرغمجن انسان دی،که اروایې هرڅومره لوړه هم والوزي،خوسترګې یې تل په اوښکوخیشتې وي .

                موږنن په داسي نړي پوري تړلي یوچې وګړنیز ګرد ارزښتونه په پیسو تلل کیږي . شعرهم لکه دنوروهنرونوتریوې کچې پورې،دپیسوپه چوپړکې خپل سپیڅلتوب له لاسه ورکړی اودبازاري توکوپه څیرپلورل کیږي.

               هغه شعر چې شورماشوریی ډیر،خودزورزیاتي په وړاندې چوپ پاتې کیږي،هغوساټوباټوته ورته دی چې پرخندایې خلکوته ژړا اوپرژړایې خلکوته خنداورځي .

               دځینوادبپوهانوپه اند،شعرددوزړونوترمنځ دولولودلیږدترټولولنډواټن دی چې دشاعر دننګیرنوپه بټۍ کې دهغه له ذهني انځورونوڅخه راجوړیږي .څوک بیا شعردتخیل ویلوب (لاوه) ګڼي چې بهاویې ولولیزریږدرامنځته کوي .یاشعردپیاوړي احساس ځوښ بولي چې په پارنده ویناتوکوکې ځان راڅرګندوي .

    

               داکاډمېکې سکالو(موضوع) په توګه ،شعردټولنیزژوندانه هنري ژباړاودواقعیتونو،ازموینواوپرابلمونوځلونه ده چې ولولیزاوانګیریزتوکې وتلی نقش لوبوي .له احساس اوتخیل پرته،شعربې سا اوبې ځانه څیز دی . شعردخپل ځواکمن تخیل له لارې زموږبراحساساتواغیزکوي . اند،واند(خیال)اوولوله دریښتینیي شعرڅرنګوالی جوتوي .

دشعردباندنۍ بڼه دهغه دتول اووزن ژبه ده .

                    همدغه رازشعر دټولنیزژوندانه واقعیتونه اورښتیاوې له ولولو،احساساتواوتخیل سره رانغاړي اوپه دې ډول دوګړوټولنیزشعورپرلوړولوسربیره دهغوښکلاییزه اړتیاهم پوره کوي . خو،بویه هېرنه کړوچې شعریولړنورې دندې ،لکه درښتیاووپه کوته کول،داخلاقي،سیاسي اونوروارزښتونو روزل هم سرته رسوی . ځکه داګرددیوه ولس په ټولنوټیز(اجتماعي-اقتصادي) پرمختګ ګې ستره ونډه ترسره کوي .

 


                  شعر یوازی دانددلیږداوڅرګندونې وسیله نه ده،بلکې ددغه اندپه اړه دشاعراحساس اوعاطفه هم لیږدوي. ددې چارې دښه تراسرته رسولولپاره،شاعریوازې دژبني وییونوښه پېینه نه کوي،بلکې ترټولوغوره  وییونه(لغتونه) ترټولوښه تراکار وي . نوویلای شوچې شعرهمهال انداواحساس دواړه په خورااغیزناکه توګه لیږدوي.

                        په حقیقت کې دشعراودهغه داستازندویۍ(رسالت) ځانګړتیاوې په دې کې دي چې دشاعرموند(ادراک) اواحساس په لوستونکویااوریدونکوالقاکړي .یاڅرنګه چې شاعرننګېري، هماغسې دلوستونکویااوریدونکودزړه مراندې اورګونه پرریږدیدا(اهتیزازراولي .

                       څرنګه چې دشعر پورتنۍ دنده دتول اووزن ،دتشبیواواستعارواونورورازرازبدیعي توکوپه مرسته ترسره کیږي،داشونتیاهم منځته راوړی چې ګڼ مانیز ارزښتونه دخورالږوییونوپه کارولوسره خوندي شی .

په همدې توسن شعرله نثرڅخه توپیرپیداکوي .

                      شعر هنر دی اودټولنیزژوندانه له څرنګوالي اووګړنیزازموینوڅخه الهام اخلي،خوساپوهنه دوګړوله رواني  کړو وړوسره سروکارلري،اورواني چارودویونه(قانون) په ګوته کوي .که څه هم شعر اوساپوهنه (پسیکویوژي) دسکالو(موضوع )له پلوه یوله بله توپیرلري،خوداهم یومنل شوی حقیقت دی چې شعردانسان پرسایکالوجۍ ژوراغیزشیندي اوپه دې توګه شعراوساپوهنه دواړه تریوې څرګندې کچې پورې یوله بله سره تړاوټینګوي .

                  انځورګر دخپل انځورلپاره له برس اورنګ څخه ګټه اخلي اوله چاپېریال څخه خپله اغیزمني پریوې نخي ټوټې یا پرکوم بل څیزانځوروي،خوشاعردخپل شعرلپاره دژبني وییونوپه کارولوسره خپل هغه څرګند وي .هرژبنی توکی جلاجلا مانالري اودخپل مانا له مخې پیژندل کیږي . څرنګه چې له رنګونوپرته انځوریاتصویرمنځته راتلای نه شي،بې له ژبې دتفکراوتخیل لیږدهم ناشونی کاردی.ژبني وییونه که چیرې سم وکارول شي دانسان پراحساساتواوسایکالوجۍ باندې په اغیزه شیندنه کې معجزه کوي  .

                 دشعرزبه یوه پښته تربله توپیرکوي . ددی توپیرلامل یوڅه دټولیز اوکلتوري چاپېریال په بدلون اویوڅه هم دشاعردځان سلیقې پربنسټ له ژبني زیرموڅخه په ګټه اخیستوپورې تړلی دی . 

 


                 همدغه رازد شعرپیغام اوایماژونه هم له یوه  پيرڅخه تربله پېره بدلون مومي ،اوداکربکر(حالاتو) له اوښتون څخه همهال الهام اخلي .

 دمنځنیوپیړیوبربریت چې په تورپېرنومیال دی،متمدن وحشت ته چې دروښانه پیر(عصر) په نامه یادیږی بشپړتیا ومونده . دهیوادونودلاندی کولواومرییکولو په سیالۍ کې چې داروپاله زړه څخه راپیل شوه،دوه نړیوالوجنګونواودوه آتومي بمونو دسلګونورزوبیګناه وګړوژونددسراښو(حریصو) اوکازمنو(آزمندو) ښکیلاکګرودګټوپه پارپرخاوروبدل کړ.نن سوله اوخوشحالی ددووناتارونوترمنځ منځمهاله لنډمهال دی.هره خنداپه ژړاپای ته رسي،هره ښادنامه ،مینه اوښکلاپه بیلوره توګه ځپل کیږي . په دې زړه وهونکواو وحشتناکوشرایطوکې په هرې هیلې پسې نهیلي اوپه هرې غوړیداپسې زمولتیاراځی . آیا مینان دجنګ اوجګړې پرډګر،دګولیواوتوغندیوتراورښت لاندې یودبله څخه دمینې خولګۍ اخیستلای شي. آیااهنګ ساز ترهغه اسمان لاندې چې دباروتوپه زهروپوښل شوی وي،دسندرواهنګ  جوړولای شي. آیاشپېلمارپرهغه شپه چې چوپتیایې دتوپخانوپه غوړمبي تالاترغه شي،خپله شپېلۍ غږولای شي .

                           رښتینی شعرپه هرپېراوپړوا(عصراودورـکې دخپل پیغام له لارې دخلکوپام بلوسو، نیواک، تاړاکونو،یرغلونواوکړاوونوته را اړوي،اوپه ولس کې دټینګاراوژغورنې متره راویښوي . له دې پرته شعر خپل ارزښت اوژمندویي له لاسه ورکوي.

 شعردژوندوژواک دڅرنګوالي ښکارندوی دی . څوک چې شعرله ژوندانه څخه بیلوي،په حقیقت کې خوشې زیارباسي چې ګوګل له زړه یا تن له اروا څخه جلاکړي .ګل اودهغه ککوبی (دګلاب عطر)یو په بل پورې تړلي اوپېیلي دی .ړونددګل رنګ اوټاکلې بڼه نه مني،خوخوږې وږمې یې چې په هواکې خپریږي تاییدوي . همدغه رازبندې سپېږمې دګل رنګ اوشکل مني،خودخوږبویۍ پلوي یې نه کوی. ژونددشعرپنځوونکی اوشعردهغه انځوردی اویوله بله نه بیلیږي .

            څرنګه چې نن په نړۍ کې ټولنیزه هوسایي اوخوندیینه (‌مصؤنیت) دواړه دفردي ګټوپه برمته کې دي،اوپه ټولنیز-سیاسي ژوندکې زرینې سکې ددوي سازځواک (مقننه قوه) په توګه نقش لوبوي، اووګړنیز پت اوناموس لکه پلورتوکي(تجارتي مالونه)،پېروپلورته وړاندی کیږي،دهیچاراتلونکې څرګنده نه ده. په داسې زړه وهونکي اکربکر(شرایطو) کې،بویه روڼاندی اوژمن شاعردخپل شعرپه ډیوه،دشپې لارورکوته ،لاره روښانه اودژوندانه په سړوښارګونوکې تودې وینې وبهوي.نه  ښایي خولې ته خولبندواچوي اودزوروځواک اوبربریت په وړاندې خپل سرټیټ کړي . دبیوزلودرنځونواوکړاوونوانځورول اودژغوردواټونوښوول،دکلونوتر عبادته اوړي .

 

 

 

 

 

 


دمشعل ورځپانی ددریم کال په څلرمه ګڼی


August 7th, 2005


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان